د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د یونان خلک دې په ټولپوښتنه کې د هېواد د مالي ملاتړ پلان رد کړي”


د یونان وزیراعظم د جمعې پر ورځ یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې د جولای په پنځمه په پلان شوې ټولپوښتنه کې دې د هېواد د مالي ملاتړ پلان رد کړي.

الکسیس څپيراس Alexis Tsipras په آتن کې، خپلو لږ تر لږه ۲۵ زره پلویانو ته په وینا کې د اروپايي مشرانو دا خبرداری چې منفي رایه به د یورو د چلند له حوزې د یونان د وتلو باعث شي رد کړ او پر یونانیانو یې غږ وکړ چې د عزت ژوند غوره کړي:

ده وویل ((په قاطعیت سره له تاسو غواړم چې د ډیموکراسۍ او عزت لپاره؛ د یوه ویاړلي یونان لپاره چې په پښو درېدلی وي او په اروپا کې د یووالي او ډیموکراسۍ لپاره پرېکړه وکړئ)).

د یونان خلک به سبا د یکشنبې په ورځ یوه ټولپوښتنه کې دا پرېکړه وکړي چې د یونان او نړیوالو پورورکوونکو ترمینځ له څو میاشتو خبرو وروسته آیا له خپل هېواد سره د مالي مرستې شرایط مني کنه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG