د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ختیځې اروپا پینځو هېوادنو کې د درغلۍ په اړه خبرداری ورکړل شوی


یوه نوي رپورټ خبرداری ورکړی چې د ختیځې اروپا په پينځو هېوادونو کې د درغلۍ پر ضد د مبارزې نشتوالی د ډیموکراټیکو پرمختګونو مخنیوی او له اروپايي ټولنې سره د زیاتو اقتصادي او سیاسي همکاریو ته زیان رسوي.

دا رپورټ چې د شفافیت نړیوالې ادارې ټرانسپیرنسي انټرنیشنل تېره ورځ خپور کړ په ارمنیا، ازربايي جان، جارجیا (ګورجستان)، مالدوفا او اوکراین کې د هغو لسګونه ادارو ارزونه کوي چې د درغلۍ مخنیوي او د هغې پر ضد د مبارزې دنده ور په غاړه ده.

رپورټ وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو پینځو کلونو به کې یاد هېوادونه له اروپايي ټولنې لږ تر لږه ۱۶،۶ اربه ډالره مرستې تر لاسه کړي او دا چې د دې خطر ((په نه منونکي ډول لوړ)) دی چې دا پیسې به د اداري فساد ښکار شي.

که څه هم دا پینځه هېوادونه د درغلۍ ضد قوانین لري، خو برلېن مېشته اداره وايي، سیاسي او کاروباري با اثره خلک په عدلیې او قانون جوړوونکو ادارو کې زیات نفوذ لري نو ځکه بې له پوښتنې او پامه اداري فساد ته لار برابرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG