د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې بېګا یې ۱۰۷۰ کیلو ګرامه نېشه یې توکي نیوي دي
په دې ولایت کې د ملي اردو د لوا مطبوعاتي دفتر وایي چې دا مخدره مواد له یو نښتې وروسته په تیرې سیمه کې ترلاسه شوي.
د منبع په خبره له دې مخدرو موادو سره په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
په یوه بل خبر کې د بلخ امنیه قومنداني وايي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳ کیلو ګرام نشه یې توکي ترلاسه شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان سیدکمال سادات نن (سېشنبه) خبریالانوته وویل چې له دې مخدره موادو سره په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي.