د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیونس کې د ترهه ګر برید په تړاو مشکوک کسان نیول شوي


د تیونس کورنیو چارو وزیر محمد نجیم غرسالي
د تیونس کورنیو چارو وزیر محمد نجیم غرسالي

د تیونس چارواکي وایي، د هېواد مرکز جنوب ته د سیلانیانو په ساحلې استراحتځي کې یې د ۲۶ م جون د ترهه ګرې حملې په تړاو یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

د تیونس کورنیو چارو وزیر نجیم غرسالي وویل، پولیس لا هم څېړنې کوې چې ایا له مشکوکو کسانو کوم یو یې د ګاونډي هېواد لیبیا په ترهه ګرو کېمپونو کې روزل شوی وو او که نه.

په دې پېښه کې یوه تن وسله وال، ۳۸ تنه سیلانیان چې اکثریت یې انګلیسان ول، ووژل او وروسته وتښتیده. د پيښې مسولیت اسلامي دولت ډلې منلی او دا د تیونس په تاریخ کې تر ټولو ناوړه تروریستي حمله بلل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG