د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ځوانانو ته د کاروبار لپاره پورونه ورکول کیږي


قبایلي ځوانان د مشال راډیو د خبریال احمدشا اعظمي سره
قبایلي ځوانان د مشال راډیو د خبریال احمدشا اعظمي سره

د پاکستان د قبایلي سیمو کارکونکې اداره فاټا سيکرټريټ د قبايلي سيمو ځوانانو لپاره بغیر له سوده د پورونو د ورکولو اعلان کړی دی.

د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله د یکشنبې په ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د قبايلي سيمو ځوانان به ډير زر د روزګار د پیلولو په موخه د پورونو ترلاسه کول پیل کړي.

« د سود نه بلکل پاک د پورونو د ورکړې یو نظام د اخوت په نوم یوې ادارې جوړ کړی دی. دوی خواهش لري چې د پورونو د ورکړې د غه نظام دې په قبایلي سیمو کې هم شروع کړی شي، ځکه چې دغلته خلک جنګونو متاثره کړي دي او دا ویره شته چې که ځوانان بې روزګاره وي نو د وسله والو سره یو ځای شي. »

د پاکستان سرکاري راډيو د فاټا سيکرټريټ په حواله وايي چې د اخوت په نوم اداره به د قرضو د سيکم لپاره پينځه سوه مليونه روپي ورکوي.

خو ځیني قبابلي ځوانان په دې پریکړه خوشاله نه معلومیږي. د معلم افضل په نوم یو قبایلي ځوانان مشال راډیو ته وویل د پنځوسو زرو په پور یو ځوان خپل روزګار څنګه پیلولی شي.

د قبایلي خبریالانو د ټولنې مشر صفدر داوړ وايي ځوانانو ته دې د پنځوسو زرو نه زیاته اندازه روپۍ قرضه ورکړل شي. نوموړی وايي همدارنګه دغه قرضې دې په شفاف ډول ځوانانو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG