د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د نورالحق علومي سفر لغوه شوی دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په راتلونکي اوونۍ کې پاکستان ته خپل منسوخ کړی دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، اسلام آباد ته د کورنیو چارو د وزیر سفر په افغانستان کې د امنیتي مسلو او مصروفیتونو له امله لغوه شوی دی.

له دې مخکې، د پاکستان خبري رسنیو ویلي و، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي به په راتلونکي اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي او د نورو مسلو په څنګ کې به له پاکستاني چارواکو سره د امنیتي تړون په اړه بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG