د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان کې ولس له ریاستي تشدد سره مخامخ دی'


د بشري حقونو د سازمان په خبره پاکستان چې پنځه کاله وړاندې يې د تشدد د مخنيوي په اړه په ملګرو ملتونو کې لاسلیک کړی، لا هم په بشپړه توګه پر خپلو وګړيو د تشدد په مخنيوي کې ناکامه دی.

په داسې حال کې چې د جون ۲۶مه نېټه هرکال پر انسانانو د تشدد يا شکنجه کولو پرضد نړیواله ورځ لمانځل کېږي، په بلوچستان کې د بشري حقونو سازمان وايي، په پاکستان کې په وګړيو تر ټولو زیات تشدد خپله د ریاستي ادارو له خوا کېږي. د بشري حقونو د سازمان د بلوچستان څانګې مشر طاهرحسین ايډوکېټ د جمعې په غرمه په يوه خبري غونډه کې وویل، په پاکستان کې له پولیسو نيولې بیا تر ملېشه ځواکونو پورې ټولې ادارې وګړي شکنجه کوي.

؛ د پاکستان شمېر په هغو هیوادونو کې کېږي، چېري چې د تشدد په دې جرم کې ادارې ککړې دي. د پولیسو اداره يا د امنيتي ځواکونو په شکل کې د ملېشه و ځواک او يا هم نورې استخباراتي ادارې دي، دا ټولې په دې جرم کې ککړې دي؛.

د بشري حقونو د سازمان په خبره پاکستان چې پنځه کاله وړاندې يې د تشدد د مخنيوي په اړه په ملګرو ملتونو کې لاس لیک کړی، لا هم په بشپړه توګه پر خپلو وګړيو د تشدد په مخنيوي کې ناکامه دی.

؛ پنځه کاله کېږي، چې پاکستان د کېټ په نامه د ملګرو ملتونو په يوه کنوينشن کې په دې لاس لیک کړی دی، او دا باور يې ورکړی وو، چې دی به د تشدد مخنيوی کوي، لاکن تراوسه پاکستان ددې په مخنيوي کې په مکمله توګه ناکامه دی؛.

طاهر حسین ايډوکېټ په دې خبري غونډه کې زیاته کړه، په بلوچستان کې له بشري حقونو څخه لاهم د پخوا په څېر سرغړونه کېږي، او د روان حکومت په وخت کې په کښې په دې سرغړونه کې هيڅ کموالی راغلی نه دی. چې دده په خبره د ۲۰۱۵م عیسوي کال له جنوري بیا تر جون مياشتې پورې د شاوخوا ۸۳ انسانانو خراب شوي مړي موندل شوي دي. که څه هم د بشري حقونو سازمان په بیا بیا د بشري حقونو ددې سرغړونو تر شا د پاکستاني ریاست استخباراتي ادارې او امنيتي ځواکونو بللې، خو هغوي بیا تل دا تورونه ناسم بللي.

XS
SM
MD
LG