د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان پر مسله خبرې کوي


د ناټو د دفاع وزیرانو غونډهد چارشنبې پر ورځپه بروکسل کې پیل شوه.د افغانستان د دفاعوزارت سرپرست معصوم ستانکزی به نن (پنجشنبه) په دې غونډه کې ګډون وکړي.

له بروکسله د مشال راډیو خبریال وايي چې په ننۍ غونډه کې به د افغانستان وضعیت وڅیړل شي او د دفاع وزیران به دغه راز په دې هیواد کې د نېټو د راتلونکي ماموریت په اړه هم خبرې وکړي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازی دوګلاس لوټ وایي، د ناټو د غوڅ ملاتړ له ماموریته وروسته به هم امریکا په افغانستان کې د پیلیدونکي نوي ماموریت زیاته برخه جوړوي.

دوګلاس لوټ د دغه نوي ماموریت د څرنګوالي په اړه زیات مالومات ورنکړل خو ویې ویل چې په دې نوي ماموریت کې به د افغان ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG