د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د جلوهلو مړیو شمېر تر ٧٥٠ اوښتی


په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې د باران اورېدو امکان دی چې ورسره به په دې علاقو کې د ګرمۍ زور تر ډېره حده کم شي

د سیند صوبې د صحت محکمې چارواکي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختې ګرمۍ له تودو څپو د وژل شوو کسانو شمېره تر ٦٥٠ اوښتې ده. بلخوا په کراچۍ کې د مختلفو روغتونونو چارواکي د مړیو شمېره تر ٧٥٠ زياته ښيي.

د پاکستان سرکاري ټيليويژن د سیند صوبې د صحت محکمې چارواکو لخوا وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې د سختې ګرمۍ په تودو بادونو کې د وژلشوؤ کسانو شمېره تر ٦٥٠ اوښتې ده چې ډېری یې د کراچۍ ښار اوسېدونکي دي.

سرکاري ټي ‍وي وايي چې سیند حکومت د صوبې په ټولو هسپتالونو کې هنګامي حالت نافذ کړيدې او انتظاميي ته يي د متاثرينو علاج لپاره د طبي عملې او دوايانو دستيابي يقيني جوړولو لپاره احکامات ورکړيدي،

بلخوا د جناح هسپتال ويانده ډاکټر سيمي جمالي وايي چې په هسپتال کې د مړیو شوؤ کسانو شمېره دوه سوه نهه اويا (٢٧٩) ته رسيدلې ده او د يو شمير مريضانو حالت مرګونی دی.

د سول هسپتال ډپټي ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر مظفر حسين مطبوعاتو ته وويل چې په هسپتال کې د مړیو شوؤ کسانو شمېره درې نوي (٩٣) ته رسيدلې ده.

دې نه علاوه عباسي شهيد هسپتال کې يو سل يو ديرش (١٣١) او لياقت نيشنل هسپتال کې اوه شپيته (٦٧) کسان مړه شويدي،

دې ترڅنګه د کراچۍ قطر، ضياء الدين، انډس او لياري جنرل هسپتالونو ته هم په درځنونو مړي راوړولې شويدي،

د غير سرکاري تنظيم ايدهي فاونډيشن يو چارواکي امان الله مشال ريډيو ته وويل چې په تيرو څلور پنځه ورځو کې يي سينټر ته د ٧٠٠ پورې مړي راوړې شويدي او دا مهال هم د ١٠٠ نه زيات مړي د ايدهي په سرد خانه کې پراته دي،

د موسمياتو محکمې يو چارواکي مشتاق شاه د موسم د صورتحال پحقله مشال ريډيو ته وويل چې د سیند صوبې کراچۍ پشمول، بدين، ټټه او ځینو نورو سيمو کې په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې د باران اورېدو امکان دی چې ورسره به په دې علاقو کې د ګرمۍ زور تر ډيره حده کم شي او د بارانونو دا لړۍ به د راتلونکي دوه نه تر دريو ورځو پورې دمې دمې سره جاري وي.

XS
SM
MD
LG