د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې سختې ګرمۍ ۱۲۰ تنه وژلي


کراچۍ: د یوه جلوهلي تن خپلوان د هغه مړی د ایدي مرده خانې ته لېږدوي. ۲۱جون ۲۰۱۵م کال
کراچۍ: د یوه جلوهلي تن خپلوان د هغه مړی د ایدي مرده خانې ته لېږدوي. ۲۱جون ۲۰۱۵م کال

د کراچۍ جناح سرکاري روغتون یوې مشرې ډاکتر سيمي جمالي په وژل شويو کسانو کې زياتره بوډاګان او مشران دي، چې د سختې ګرمۍ او ساتنګۍ له امله يې زړونه درېدلي دي.

د پاکستان د سند مرکزي کراچۍ او د دې صوبې يو شمېر نورې برخې له تېرو دوو ورځو راهيسې شديدې ګرمۍ رانيولې، چې په نتيجه کې يې یوازې په کراچۍ ښار لسګونه کسان وژلي دي.

د کراچۍ روغتيا چارواکيو په وينا، له شنبې ورځې راهيسې يواځې په کراچۍ کې د زياتې ګرمۍ او ساتنګي «حبس» له امله لږ تر لږه ١٢٢ کسان وژل شوي او لسګونه نور دا مهال په بېلابېلو روغتونونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت ښه نه دى.

دوى وايي، چې لا هم د کراچۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته د ګرمۍ له امله د بې هوشه شويو ناروغانو د راوړلو لړۍ دوام لري، چې له امله يې د ښار په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنى وضعيت اعلان کړى دى.

د کراچۍ جناح سرکاري روغتون د بېړني حالت څانګې مشرې ډاکتر سيمي جمالي د دوشنبې په شپه ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يواځې د دوى په روغتون کې ٨٥ کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي او لسګونه نور دا مهال تر درملنې لاندې دي:

"روغتون ته د راوړيو ناروغانو روغتيايي حالت ښه نه دى، خوهڅه مو ده، چې د هغوى درملنه وکړو او ويې ژغورو. تر دې دمه يواځې زموږ په روغتون کې [جناح روغتون] ٨٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او ګڼ شمېر نور درملنې لاندې دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت مرګونى دى."

د ډاکتر سيمي جمالي په وينا په وژل شويو کسانو کې زياتره بوډاګان او مشران دي، چې د سختې ګرمۍ او ساتنګۍ له امله يې زړونه درېدلي دي.

د پاکستان هوا پېژندنې ادارې د خبرپاڼې له مخې ، له تېرو څو ورځو راهيسې په کراچۍ کې زياته ګرمي ده او د شنبې ورځ د تودښې درجه ۴۴ سنتي ګرېډ ښودل شوې وه ، چې له ١٩٧٩ م کال راهيسې په دې ښار کې تر ټولو شديده ګرمي انګېرل کېږي.

بل خوا د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې د برېښنا او اوبو نشتوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د پاکستانيو رسنيو د راپورنو له مخې چې پر ضد یې ګڼ کسان لارو کوڅو ته راوتلي او پراخ احتجاجونه او مظاهرې يې پيل کړي دي.

په عين حال کې په کراچۍ کې د ايدي خيريه ټولنې چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې د يکشنبې په ورځ ددې ښار په بېلابېلو سيمو کې د اوبو او برېښنا د نشتوالي له امله د دې ادارې سردخانې ته تر ١۲۰ زيات مړي راوړل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په دې وروستيو کې د ګرمۍ له امله د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګڼو سيمو کې د برېښنا د بندښت و پرچاوۍ لړۍ زياته شوې، چې په پايله کې يې د روژې په مياشت کې له غوسې او تشدده ډک لاريونونه شوي، او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د سند د صوبې حکومت چارواکيو په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې د ګرمۍ له له امله په رامنځته شوي ځاني زيان خواشيني ښودلې او د کراچۍ د برېښنا وېشلو ادارې ته يې امر کړى، چې په دې ښار کې دې د برېښنا د پرچاوۍ لړۍ لنډه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې خلک شکایت کوي چې په ژمي کې د ګازو او په اوړي کې د برېښنا د کمښت له امله د دوی ژوند له سختو کړاوونو سره مخ وي، خو که څه هم پاکستاني چارواکي تل وايي، چې په دې هېواد کې يې ددغو ستونزو د مخنيوي لپاره د انرژۍ سرچینې لټوي، خو د خلکو ستونزې لا هم په خپل حال دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG