د افغانستان د ولسي جرګې کار دوره د ولسمشر له امر سره سم د انتخاباتو تر وخته وغځول شوه.
ولسمشر په یوه بیان کې چېد جمعې پر ورځ د جمهوري ریاست پر رسمي ویبپاڼه خپور شو ویلي چې دا پرېکړه د دولت د درې ګونو قواوو د فعالیت او د ولسي جرګې له خوا د قانون جوړونې د تدوام په خاطر شوې ده.
د ولسمشر بیان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د تخنیکي، امنیتي او مالي ستونزو له کبله د ځنډ یادونه کوي او وايي د هېواد په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو اړتیا ته په پام سره به ولسي جرګه د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان پورې خپل کار ته دوام ورکړي.
په بیان کې دا یادونه شوې چې حکومت به تر راروانې یوې میاشتې د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه او انتخاباتي مهالوېش اعلانوي.