د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۳۸ وسله والو وژل شوي


د افغانستان ملي پوځ وایي، د هلمند ولایت په عملیاتو کې ۳۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د هلمند د ۲۱۵ م نمبر میوند قول اردو په یوې خبرپاڼه کي ویلي؛ د دې ولایت د کجکې ولسوالۍ په عملیاتو کې یې ۶ تنه وسله وال وژلې او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

قول اردو وایي، ځواکونو یې په موسی کلا کې د وسله والو په یو شمېر پټ ځایونو عملیات کړي او له سختو نښتو وروسته ۳۲ تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

پوځ وایي، عملیات دوام لري او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG