د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ تر ټولو لوی عمره ښځه مړه شوه


د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه د ۱۱۶ کلونو په عمر کې مړه شوې.

جیریلین ټیلي د ۱۸۹۹ز کال د مې پر ۲۳مه د امریکا په جارجیا ایالت کې زېږېدلې وه او ډېره مذهبي ښځه وه.

نوموړې د چارشنبې په شپه ډېټرای کې مړه شوه. د نوموړې ۷۷ کلنې لور د ډېټرای یوې ورځپاڼې ته وویل، مور یې خپل ابدي کور ته تګ ته تیاره وه او په ارامه یې سا ورکړه.

ورځپاڼه وايي، جیریلین ټیلي د لمسیو او کړوسیو درې نسلونه پرېښودل. د نوموړې تر مړینې وروسته اوس د نیویارک سوزانه موشات جونز د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې ښځه ده.

هغه هم په ۱۸۹۹ز کال کې زېږېدلې وه او د جولای پر شپږمه نېټه به د ۱۱۶ کلونو شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG