د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر ته د انتخاباتي اصلاحاتو مسوده وړاندې شوې


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ولسمشر اشرف غني ته یې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو طرحه یا مسوده وړاندې کړې ده.

د کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي بېګا مشال راډيو ته وویل، دا مسوده یې په شاوخوا درو میاشتو کې جوړه کړې ده چې پکې د امنیت ټینګښت، د الېکټرانېک تذکرو یا شناختي کارډونو وېش، د افغانستان د وګړو کره شمېر، د انتخاباتي قوانینو اصلاح او د انتخاباتو د کمېسیونونو د دندو واضحولو وړاندیز شوی دی.

کمېسیون دا وړاندیزونه پر داسې مهال کړي چې په انتخاباتي نظام او کمېسیونونو کې د اصلاحاتو پر سر د اختلاف له کبله د ولسي جرګې انتخابات ځنډېدلي دي او اوس به ولسمشر د ولسي جرګې د کار موده غځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG