د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د دوو مهمو مشکوکو وژونکو د نیول کېدو ادعا شوې


په بلوچستان کې اېف سي ځواک د متحده قامي موومنټ د یوه پخواني مشر ډاکتر عمران فاروق په وژنه کې د ککړو دوو کسانو نیولو دعوه کړې.

د اېف سي ویاند خان واسع تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي، د محسن علي او خالد شمیم په نوم دا دوه کسان یې له افغانستانه چمن ته تر اوښتو وروسته ونیول.

ده وویل، دواړه مشکوکه کسان له یوه سیاسي ګوند سره تړاو لري.

واسع د سیاسي ګوند نوم نه دی اخیستی خو زیاتوي چې دا کسان یې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته سپارلي دي.

ډاکتر عمران فاروق په ۲۰۱۰ز کال کې په لندن کې وژل شوی وو.

اېم کیو اېم ګوند بېګا په یوه بیان کې ویلي، د نیول شویو کسانو د دوی له ګوند سره هېڅ تړاو نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG