د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې له ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي دي


د افغانستان د کونړ امنیه قومندان په دې ولایت کې له ۳۰ څخه د زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو دعوه کوي.

عدالحبیب سیدخیل تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، دغه طالبان د خالي یا شنبې پر ورځ ناوخته د اېتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول.

د سیدخیل په وینا الوتکو په دانګام او وټه پور ولسوالیو کې د وسله والو پر سنګرونو بمباري وکړه.

هغه زیاته کړه چې د ډېرو وسله والو مړي سوځېدلي اود پېژندنې وړ نه دي.

وسله والو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG