د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کاپیسا کې ۵ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د کاپیسا ولایت چارواکي په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمدحسین سنجني وايي؛ د نجراب ولسوالۍ په افغاني دره کې په دې نښتو کې یو تن سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او د پولیسو درې نور سرتېري ټپیان دي:

((په لومړۍ ورځ چې عملیات پیل شول؛ پنځه تنه طالبان ووژل شول او د عامه نظم د کنډک درې سرتېري ټپیان شول او د سیمه ییزو پولیسو یو سرتېری شهید شو؛ خو ملکي خلک نه دي زیانمن شوي.))

د کاپیسا په تګاب او اله سای ولسوالیو کې له دې مخکې د ناامنیو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو؛ خو په دې وروستیو کې د نجراب په افغاني دره او ځینو نورو سیمو کې هم نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG