د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یوه عدالت دوه پاکستانیو کسانو ته د۲۰ کلونو بند سزا اورولې


په امریکا کې یوه عدالت دوه پاکستاني الاصله وروڼو ته په ۲۰۱۲ز کال کې په نیویارک ښار کې د بمي چاودنې دسیسې جوړولو په تور د بند سخته سزا اورولې ده.

بېګا په فلورېډا کې یوه وفاقي یا فېدرالي عدالت رییس قاضي ته د ۳۵ او شهریار قاضي ته یې د ۲۰ کلونو د بند سزا واوروله. دا وروڼه به د نیویارک ښار په شاوخوا کې په بایسېکل ګرځېدل چې په دقیقه توګه د برید اهداف مالوم کړي.

۲۲ کلن رییس قاضي او ۳۲ کلن شهریار قاضي امریکايي وګړي دي او د مارچ په میاشت کې یې د ترهګرۍ د تورونو اعتراف کړی وو.

پر دواړو تور پورې شوی وو چې د عامه وژنې وسلې په استعمال سره د القاعدې مرستې کولو هڅه کوي، خو دوی هېڅ کله برید نه وو کړی.

رییس قاضي پلټونکو ته ویلي ول چې په نیویارک کې به په بایسېکل ګرځېده چې د برید هدف مالوم کړي او له خلکو به یې په ټایمز څلور لاره، والسټریټ او د نیویارک ښار په ځېنو تېیاټرونو کې د ګڼې ګوڼې پوښتنه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG