د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ځانمرګي برید دوه پولیس او یو ولسي وګړی وژلی


د پېښور په حیات اباد سیمه کې نن پنجشنبې پر ورځ یو ځانمرګي برید دوه پولیس او یو عام وګړی وژلی دی.

د پېښور په حیات اباد کې نن سهار څه باندې نهه بجې د فرنټیېر ریزرو په نوم د پولیس مرستیال کمندان پر ګاړي په ځانمرګي برید کې دوه پولیس سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.

د پولیس یو چارواکي اسرار احمد د پېښې په ځای کې مشال راډيو ته وویل، چې په دې پېښه کې دوه پولیس واله ابرار حسېن او لال بهادر وژل شوي دي او د فرنټیر ریزرو پولیسو ډپټي کماڼډنټ ملک طارق د هغه ډرایور مینا ډار، سپاهي اسماعیل خان او سپاهي نور بهادر ژوبل شوي دي.

دی وايي ډپټي کمانډنټ او دوه سرتېري ډېر سخت ژوبل دي.

پولیس چارواکي اسرار احمد زیاته کړه چې د فرنټیز ریزرو پولیسو ډپټی کمانډنټ ملک طارق خان نن سهار له کوره د دفتر په لور روان وو چې لږ ګړۍ پس یو موټرسایکل سپور یې له ګاړي سره ټکر وخوړ.

په دې پیښه کی یو لاروی ولي او یو بل لاروی خداینظر هم ژوبل شوي دي. ژوبل کسان د پېښور حیات آباد مېډیکل روغتون ته رسول شوي دي.

د پیښی په اړه یو عینی شاهد مرکیاز چې د هغه د کور مخې ته دا پیښه رامینځ ته شوې وه، وايي کور ته یې په پېښه کې زیان هم رسېدلی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې پړه منلې ده.

XS
SM
MD
LG