د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: چادونې دوه کسان ټپیان کړل


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وویل:

((دغه چادونه د جون په لسمه نېټه له ماښام وروسته د اتو بجو په شاو خوا کې په غلجي مارکيټ کې د پژواک خبرې اژانس ساحوي دفتر په دروازه کې د نښلول شوي بم له امله رامنځته شوې چې دوه تنه په کې د یاد دفتر د څنګ په خونو کې د ښيښو د ماتيدو له وجې ټپیان شوي دي.))

دی وايي چې د پيښې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي خو په دې اړه جدي پلټڼې روانې دي.

د پيښې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG