د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډورن بريد ۷ وسله وال وژلي


چارواکي وايي چې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې اوه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د سیشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل:

(( تيره ورځ ناوخته د لالپورې او بټي کوټ ولسوالیو تر مځ د سمڅو په سيمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې وسله وال په نښه کړي او اوه تنه په کې وژل شوي دي.))

بلخوا د بتي ولسوال محمد غالب مجاهد مشال راډيو ته وويل چې د پيښې له ځایه شپږ جسدونه بټي کوټ ولسوالۍ ته راوړل شوي چې د دغې سيمې اصلي اوسيدونکي وو، چې پینځه تنه په کې د بټي کوټ د ليسې زده کوونکي دي. دی وايي چې په وژل شويو کې د سپرغۍ په نامه يو قوماندان هم شامل دی چې پخوا د وسله والو طالبانو سره فعال و خو اوس له داعش سره يو ځای شوی و.

د ننګرهار د معارف ریاست ویاند محمد اصف شینواري مشال راډيو ته وويل چې په یاد بريد کې څلور تنه د بټي کوټ د لیسې د بېلابېلو ټولګيو زده کوونکو وو.
کومې وسله والې ډلې د یادې پيښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG