د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې ۱۲ وسله وال وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په پوځي عملياتو کې څه باندې ١٢ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت يوه وياند دولت وزيري مشال راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې چې له شنبې ورځې راهيسې پيل شوي، افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو د خپلو ملګرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د بدخشان يمګان ولسوالي د شنبې پر ورځ د دولت د وسلوالو مخالفانو لاس ته ورغله.

په همدې حال کې د بدخشان د سولې د کمېټې رئيس وايي د دې ولايت څو ولسوالۍ لکه جرم، کران و منجان او بهارک له جدي امنيتي خطر سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG