د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ سعودي عرب ته اټومي وسلې نه ورکوو”


د پاکستان بهرنیو چارو سېکرټر اعزاز احمد چودري ویلي، هېواد یې سعودي عرب ته اټومي وسلې یا ټېکنالوژي نه ورکوي.

نوموړي بېګا د واشنګټن رسمي سفر پر مهال وویل، پاکستان له سعودي عرب سره پر اټومي موضوعاتو خبرې نه کوي او ټینګار یې وکړ چې د دوی اټومي وسلې یوازې د هېواد دفاع لپاره دي.

ده هغه رپورټونه ((بې بنسټه)) وبلل چې کېدای شي پاکستان اټومي وسلې یا پرمختللې ټېکنالوژي پر کوم هېواد خرڅه یا ورانتقال کړي.

د پاکستان په اړه ویل کېږي چې په تېرو وختونو کې یې له ایران، لېبیا او شمالي کوریا سره د اټومي وسلو ټېکنالوژي شریکه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG