د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار خوشې کړل شو


د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسین د خېبر پښتونخوا د نوښار د يو مقامي عدالت لخوا نن په ضمانت خوشې شو. ميا افتخار تر خوشې کېدو وروسته رسنيو ته ويلي چې نوموړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرتابه په وینا د سیاسي انتقام په وجه نيول شوی و.

بلخوا د خېبر پښتونخوا واکمن تحریک انصاف ګوند وايي چې صوبايي حکومت په دې کې نه دی ککړ او دا هر څه پولیس کړیدي او دوی به د دې پلټنې هم وکړي. ميا افتخار حسېن د می پر ۳۰ مه نېټه په نوښار کې د بلدياتي انتخاباتو پر مهال د يو ځوان د وژل کېدو په تور نيول شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG