په خېبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره کیمپېنونه بېګا د شپې ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.
اوس هېڅ نوماند یا امېدوار انتخاباتي هلې ځلې نشي کولای.
د انتخاباتو د کمېشن یو چارواکي محمد سهېل خان نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل چې د یو څلوېښت زره چوکیو لپاره د شاوخوا پنځه اتیا زره کاندیدانو ترمنځ سیالي ده.
د پېښور د ډپتي کمشنر ویاند فیروز شاه مشال راډیو ته وویل چې په پېښور کې ۴۵۰ انتخابي مرکزونه حساس ګرځول شوي دي.