د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې ګرمۍ ۸۰۰ کسان وژلي دي


د هندوستان په لر بر کې دسختې ګرمۍ څپې د اتو سوو په شاوخوا کې خلک وژلي.

په داسې حال کې چې د تودوخي درجه پنځوسو ته نږدې شوې په سرښار نوي ډیلي کې سرکونه ویلي شوي دي.

چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په کور دننه دې اوسي او روغتونونو ته امر شوی چې د جل وهلو د درملنې لپاره دې تیار اوسي.

ګرمۍ تر ټولو زیات د اندرا پردیش ایالت ځپلی چیرته چې تیره اونۍ سختې ګرمۍ ۵۵۱ کسان له منځه وړي دي.

د مئ په ۲۵ مه میټه دغته د تودوخي درجه د سانتي ګریډ په حساب ۴۷ ریکارډ شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG