د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وایي،د روس S300 میزایل به ژر ور ورسېږي


د ايران د بهرنيوو چارو مرستيال وزير حسين امير عبدالله هيان د دوشنبې پر ورځ وويل چې د روس S300 ميزايل به زر ورته ورسيږي.

هغه د خپل روسي سيال، ميخايل بوګدانوف سره په مسکو کې تر ملاقات وروسته وويل چې پر دي موضوع خبرې ختمې شوې او په لنډ وخت کې به دغه ميزايل ايران ته ورکړل شي.

د روس د بهرنيوو چارو وزارت د نوموړي دا بيان نه دی تاييد کړی.

ايران تر دي مخکې تمه درلوده چې دا له ځمکې هوا ته ويشتونکي نوې ميزايل به د کال په پای کې ترلاسه کړي خو په ۲۰۱۰ کال کې پر تهران د ملګرو ملتونو د اقتصادي بنديزونو له وجې دا سودا ودرول شوه.

په تېر اپريل مياشت کې تر هغې وروسته دا بنديزونه ليري شول چې ايران د لویدیځ سره د خپل ايټمي پروګرام پر سر يوه موافقه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG