د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بمي چاودنې درې کسان وژلي دي


کراچۍ کې په یوه بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي. پولیس چارواکي وایي، نن دسېشنبې پر سهار هغه مهال د اورنګي ټاون په فقیرکالونۍ کې يوه چاودنه وشوه چې رینجرځواکونو په دې سېمه کې د لټون عمليات کول.

د بم ډسپوزل سکواډ يو چارواکي عابد سلیم تر پېښه وروسته خبریالانو ته وویل چې د چاودنې له وجې یو کور په مکمله توګه ويجاړ شوی او له مبلې يې دري کسان رايستل شوي دي.

تر اوسه چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG