د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په نمیروز ولایت کې ۶ ځانوژونکي وژل شوي


د افغانستان په نیمروز کې چارواکي وايي، د هغو اتو کسانو له ډلې چې غوښتل یې په دې ولایت کې ځانمرګي برید وکړي شپږ تنه یې وژل شوي.

د نیمروز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ د پنجشنبې پر ماښام مشال راډیو ته وویل؛ دا پېښه د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې شوې ده. د جنګل باغ په وینا د دې پېښې علت هغه چاودنه وه چې د بریدکوونکو په ډله کې وشوه:

"اتو تنو انتحاریانو غوښتل چې پر ولسوالۍ برید وکړي چې له نیکه مرغه د دوی د یوه واسکټ د اغوستو پرمهال وچاودېد. په چاودنه کې د ډلې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور تښتېدلي دي."

د نیمروز د امنیه قوماندان په وینا پېښه د چارشنبې په ماښام شوې. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG