د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي'


د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر چې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی دی.

په پيښور پرېس کلب کې له خبريالانو سره په خبرو کې د پولیس انسپېکټر جنرلناصر درانی وويل چې د ترهګرۍ ضد جګړه به تر ډېره روانه وي.

"د تيرو څلورو کالو په پرتله سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې ۵۵ فيصده کمی راغلی دی، ۸۵ فيصده د ژوبل کسانو په شمېره کې او ۶۵ فيصده په وژنو کې کمی راغلی دی. دکلنګ اخیستنې او د تاوان لپاره د انسان تښتونې پيښې هم کمې شوې دي. زه دا نه وايم چې بدې پېښې ختمې شوې دي، دا جنګ لا روان دی او تر اوږدې مودې پورې به پکې موږ ښکيل یو"

د داعش په اړه د يو پوښتنې په ځواب کې آی جي پي ناصر دراني وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د داعش شتون رسمي ثبوتونه لا په لاس نه دي راغلي خو ځینې وسله وال ضرور خپلځان داعش ته منسوبوي.

"داعش به هغه وخت زموږ لپاره زيات خطرناک وي چې د داعش بهر ملکي ترهګر دلته راشي، نور کوم ترهګر چې دلته شتون لري هغوی د خپل وس مطابق چې څه هم ورانی کولی شي کوي يې، نو نور به ترهګر څه وکړي، موږ دا ګورو چې ځايي ترهګرو ته چېرته له بهره خو مرسته نه راځي او د هغې د مخنيوي لپاره زموږ د رياست ادارې په ښه توګه کار کوي"

د افغان کډوالو په اړه د ناصر دراني وينا وه چې دوی په خېبر پښتونخوا کې يواځې نارجسټر کډوالو پر ضد کاروايي کوي.

"موږ حکومت او عدالتونو ته وويلي دي چې نارجسټر افغان کډوال خپل ملک ته وليږئ. موږ هغوی دلته ونيسو، خپل هېواد ته یې واړو خو بله هفته هغوی بيا راشي ځکه چې د هغوی کورنۍ دلته دي. موږ په دې اړه د يو اين ايچ سي آر يا د کډوالو نړيوالې ادارې سره هم خبرې کړې دي چې تر څو د کډوالو لپاره په افغانستان کې د استوګنې اسانتياوې نه وي برابرې شوې نو دا ستونځه نشي هوارېدلی"

نوموړې دا هم وويل چې دوی په پوليس اداره کې په اصلاحاتو باندې کار پيل کړی دی او ډېر ژر به د خيبر پښتونخوا پوليس د ملک نورو صوبو لپاره مثالي هغه وي.

XS
SM
MD
LG