د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراېن پر دوو نیول شویو روسیو سرتېرو د ترهګرۍ تورونه پورې کړي


اوکراېن وايي هغه دوه مشکوک روسي پوځیان به په رسمي ډول په ترهګرۍ تورن کړي چې د اوکراېن په مشرقي برخه کې د روسیې پلویو بېلتون پالو په ملګرتیا د جنګېدلو پرمهال نیول شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ په کییف کې د اوکراېن امنیتي ادارې مشر خبریالانو ته وویل دغه دواړه کسان به د ترهګرۍ د جرمونو او د ترهګریزو فعالیتونو ترسره کولو له تورونو سره مخامخېږي.

د اوکراېن پوځ چې د یاغیانو خلاف د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم جګړه کوي، وايي دا دوه کسان یې په لوهانسک کې د جګړې له اولنیو کرښو سره نېزدې نیولي دي.

اوکراېن او غربي نړۍ په روسیې پورې کوي چې د اوکراېن مشرقي برخې په شخړه کې ښکیلو بېلتون پالو ته وسلې،تربیت او پوځیان استوي خو روسه دا تورونه ردوي.

د یادونې وړ ده چې په اوکراين کې د پروسږکال د اپرېل میاشتې راهیسې شورع\پیل شوې جګړه کې تر دې دمه د ملګرو ملتونو شمېرو ترمخه څه باندې ۶۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG