د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد ـ تورخم سړک د دویمې لیکې کار پيل شو


د ننګرهار ولایتي چارواکي ډاډمن دي،چې پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې،چې ددې سړک کار به د یوه کال په دننه کې سرته رسوی.

افغان او پاکستاني چارواکو یو وار بیا د جلال اباد – تورخم سړک د دویم لین کار پرانسته وکړه.

په دې پرانست غونډه کې له پاکستانه د راغلي پلاوي مشر ميجر افضل رسنيو ته وویل،چې ددې سړک پرانسته په تېر کې هم شوې وه،چې بیا د ځينو ستونزو له امله يې پرې کار دریدلی و.

دی وايي دا ځل یې په عملي ډول ددې سړک د جوړیدو پرانسته وکړه،چې په کال دننه کې به يې چارې بشپړې شي:

" نن ددي سړک کار ددویم ځل لپاره شروع کیږي،زه تاسو ته ډاډ درکوم،چې راتلوونکو لس دولس میاشتو کې به ددې سړک کار بشپړ شي،کله چې د پاکستان لوی درستیز راحل شریف تېره اونۍ کابل ته راغلی و،له هغه طرفه ماته هدایت وشو،چې پر دې سړک ژر ترژره کار شروع او مکمل يې کړی"

بلخوا د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال ډاډ ښکاره کړ،چې دا ځل به ددې سړک چارې له ستونزو سره نه مخ کیږي او زیاته يې کړه،چې خپله امنيتي ځواکونو ته يې دنده سپارلې،چې د سړک د کارکوونکو امنيت خوندي کړي:

"د غه پلاوی،چې د پاکستانه د میجر افضل په مشری راغلی دوی نه مننه کوم،چې عملي شروع يې پرې وکړه،او امید لرم،چې ددې سړک کار ژر ترسره شي،او د امنیت په برخه کې قومندان صیب امنیه او نور امنيتي چارواکي موجود دي، دوی به يي امنیت ساتي"

د فواید عامه وزارت د ساختماني چارو معين نورګل منګل په یاده سیمه کې رسنيو ته وویل،چې دا مهمه ترانزیتي لاره ده،خو ددې ترڅنګ دوی په پام کې لري،چې د تورخم له لارې تر کراچۍ بندره پورې د ریل ګاډي پټلۍ هم تېره کړي:

"موږ د پاکستان سره په مشترک ټرانسپورت برخه کې نور مسایل هم لرو،چې هغه د ریل ګاډي پټلۍ ده،موږ غواړو،چې په اینده کې د ریل ګآډي پټلۍ پيښور نه جلال اباد ته راشي او بیا کابل ته تیره شي،او دا پټلۍ به جلال اباد نه تر کراچۍ بندره غځيږي"

نه یوازې د جلال اباد تورخم سړک کار په ټپه ولاړ و،ددې ترڅنګ په جلال اباد کې د ګردو شفاخانه،چې د پاکستان لخوا يې تعميراتي چارې پخوا رغول شوې وې،اوس د خرابيدو په حال کې ده.

دا،چې د پاکستان هيواد ددې شفاخانې د فعاليدو په اړه څه تصميم لري،په افغانستان کې د پاکستان سفير سيد ابرار حسین وویل،چې په دې اړه يې د ننګرهار روغتيايي چارواکو سره خبرې شوي او په نیږدې وخت کې به يو شمېر ډاکټران د ټریننګ لپاره پاکستان ته واستوي:

"تاسو ته پته ده،چې د شفاخانه تعمير شوی دی،خو په دې کې تاخير ځکه وشو،چې کوم ډاکټران ټریننګ ته تللي و،د هغوی بل ځای کې وظیفه وشوه، د روغتيا رييس دلته شته موږ ورسره خبرې وشوې،دوی به موږ ته نوي ډاکټران معرفي کوي تر څو هغوی ټریننګ شي"

له دې وړاندې هم پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د جلال اباد تورخم سړک د جوړیدو او په دې ولایت کې د ګردو شفاخانه د فعاليدو پرانستې کړې وې،خو وروسته هیڅ کار پرې ونشو.

دا ځل د ننګرهار ولایتي چارواکي ډاډمن دي،چې پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې،چې ددې سړک کار به د یوه کال په دننه کې سرته رسوی.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG