د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:د عوامي نيشنل ګوند لخوا ټول ګوندیزه غونډه پيل شوه


کوټه:د عوامي نيشنل ګوند لخوا ټول ګوندیزه غونډه پيل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:31 0:00

د عوامي نيشنل ګوند له خوا د ګوادر- کاشغر کوريډور په هکله يوه ورځنۍ ټول ګوندیزه غونډه پېل شوې چې مشري يې د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي. په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو سیاستوال ګډون کوي چې پکې د پاکستان پيپلز ګوند سیاستوال او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسيون مشر سید خورشيد شاه، د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې مولانا محمدخان شېراني، د نېشنل ګوند صوبايي صدر ډاکټر یاسين بلوچ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رضام حمد رضا، د پاکستان مسلم ليګ (ق) شيخ جعفر مندوخېل، د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره، د بلوچستان نيشنل ګوند سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمال ديني، د جمعيت علماء اسلام نظریاتي مولانا عبدالقادرلوڼي او يو شمېر نور سیاستوال ګډون کوي. دې ټول ګوندیز کنفرانس ته به ياد ټول سیاستوال ويناوې کوي، خو د پېل وينا د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې له ګوادر ټاکل شوي غړي میرحمل کليمتي وکړه.

XS
SM
MD
LG