د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې داعش وسله والې ډلې د دوو غړو نیولو ادعا


په پېښور کې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې دوو غړو نیولو دعوه کړې.

د دې ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا کسان لال محمد او غلام محمد نومېږي او هغه مهال ونیول شول چې په نوتیه بازار کې یې د اسلامي دولت په ډله کې د خلکو ګډون لپاره پاڼې وېشلې.

د چارواکي په خبره، دواړه کسان وروڼه دي او د باجوړ اېجنسۍ دي. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG