د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: وسله والو د اسماعیلي فرقې ٤٣ کسان ووژل


د جندالله وسلوالې ډلې پر اسماعیلي فرقې د برید بړه بر غاړه اخیستې ده.

د پاکستان سند صوبې په مرکز او د دې هېواد په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې پر يوه مسافر وړونکي بس وسله والو بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ وبله اړولې ده.

د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا، وسله والو د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي نومي سيمه کې د اسماعيلي فرقې د لږه کيو پر يوه بس د وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې تر دې دمه لږ تر لږه ٤٣ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د جندالله ډلې رسنیو ته د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

دوى په وينا، د پښې ټپيان يې د عباسي شهيد او ميمن په نامه دولتي روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د سند صوبې د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، دغه بريد ٦ وسله والو کړى، چې لومړى يې پر بس ناتارې ډزې وکړې او بيا بس ته وختل او دننه يې خلک په نښه کړل.

هغه د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

" د لومړنيو راپورونو له مخې په دغه بريد کې تر دې دمه ٤٣ کسان وژل شوياو ١٣ نور ټپيان دي. په وژل شويو کې کې ١٦ مېرمنې هم دي. ټپيان مو بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي، او بېړنى حالت مو پکې اعلان کړى دى. نزدې ٦ ترهګر په درېو موټر سايکلونو راغلي وو، چې لومړى له بهره پر بس ناتاره ډزې وکړې او او بيا بس ته وختل ناست مسافر يې پر سرونو ووېشتل. "

د هغه په خبره، چې په دغه بس کې له ٦٠ زيات کسان ناست وو، چې د کراچۍ په عاېشه منزل نومي سيمه کې د اسماعيليه فرقې عبادتځاى ته روان وو.

په ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، چې دا مهال د کراچۍ په بېلابېلو دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په کراچۍ کې مذهبي عالم قاري محمد عثمان وايي چې اسلام هېڅکله د بې ګناه خلکو د وژنی اجازت نه ورکوي او څوک چې دا کار کوي هغه مسلمان نشي کېدای.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په کراچۍ کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په هدفي وژنو کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستان رينجرز ځواکونو پکې د ٢٠١٣م کال راهيسې هدفي عمليات پيل کړي، چې تر دې دمه پکې د بېلابېلو د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د زرګونو ترهګرو د نيولو ادعا کوي.

په دې ښار کې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو لړۍ يو ځل بيا تېزه شوې، چې په ترڅ کې يواځې په تېرو څو ورځو کې د ٢ جګپوړو امنيتي افسرانو په ګډون، د کراچۍ پوهنتون يو ښوونکى او يوه مدني فعاله وژل شوي دي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف، ولسمشر، د کورنيو چارو وزير او نوروسياستوالو په کراچۍ کې پر د اسماعيليانو پر بس وسله وال بريد غندلى .

وزیر راعظم شريف اړوندو ادارو ته د پلټنو امر کړى او د پاکستاني پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف د پېښې له امله سريلانکا ته خپل نننى سفر هم ځنډولى دى.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم پر مذهبي لږه کيو بريدونو شوي، چې په نتيجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG