د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د امنيتي ځواکونو د بيا رغونې او جوړونې د ادارې فرنټير ورکس آرګنايزېشن پر ګاډي په وسله وال بريد کې د دې ادارې دوه کارکوونکي او دوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د ځايي پوليس په وينا پېښه د نهي په مازيګر د کلاچي تاڼې په حدودو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دوو موټر سايکل سپرو وسله والو د فرنټير ورکس آرګنايزېشن پر ګاډي ډزې وکړې.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو مرستيال مشر عبدالغفور اپريدي د پيښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده چې وسله وال په تېښته کې بريالي شوي دي خو دوی په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

د دې پيښې پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې ده.

د تېرې مياشتې پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه هم د کلاچي تاڼې په حدودو کې په دوو بيلو بيلو بمي چاودنو کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG