د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف سیاسي ګوندونو ته د کاشغر-ګوادر لاری په اړه وینا کوي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن (چارشنبه) د دې هيواد سياسي ګوندونو ته د کاشغر ګوادر اقتصادي کوريډور په اړه مالومات ورکوي.

د پاکستان اوبو او توانايي مرکزي وزير خواجه آصف پرون( سېشنبه) په اسلام آباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې نواز شريف د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو ته په وزيراعظم هاوس کې د نن غرمې د ډوډۍ بلنه ورکړې ده چې له دوی سره پر کاشغر ګوادر اقتصاديلار بحث وکړي.

دا ګام تر هغه وروسته اخيستل شوی چې له څه مودې راهيسې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې يو شمېر سياسي ګوندونو د پاکستان پر مرکزي حکومت نيوکې پيل کړي چې د چين په مرسته د جوړېدونکې کاشغر ګوادر اقتصادي لارې نقشه يې بدله کړې ده او د دې دواړو صوبو پر ځای يې اوس له پنجابه تېرول غواړي خو مرکزي حکومت دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG