د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار:چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي


د کندهار د معروف او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ دوام سیمه کې د ماین په چاودنه کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن (سېشنبه) له غرمې مخکې د ملکیانو د سپرلۍ پر یوه موټر وشوه.

د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلمیار مشال راډيو ته وویل چې د دې چاودنې له امله یو ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي هم دي.

بل لورته د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د لغمان په قرغه یي ولسوالۍ کې یې ۴۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG