د لاسرسي ځای

تازه خبر

کروشیا د افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه


د کروشیا ولسمشره
د کروشیا ولسمشره

صفي الله ستانکزی

کابل :- د افغانستان ولسمشر وایي په هیواد باندې یې جګړه تحمیل شوې ده او دا جګړه د جګړې په وسیله ځوابوي.

ولسمشر غني نن د کروشیا له ولسمشرې کولیندا ګرابر کیتاروویچ سره په ارګ ماڼۍ کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

د کروشیا ولسمشرې وویل چې هیواد یې د یوه با ثباته امن او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی او په دې برخه کې خپله همکاري کوي.

افغان ولسمشر وايي چې نړیوالې تروریستي شبکې،نړیوال جرمي اقتصاد او نیابتي جګړو د افغانستان نا امنۍ تودې ساتلې دي.

محمد اشرف غني وویل چې افغان حکومت به هیڅکله پرینږدي چې تحمیلي جګړې یې هیواد وران کړي بلکې دا جګړې هرومرو ځوابوي.

ښاغلي غني د کروشیا له ولسمشرې کولیندا ګرابر کیتاروویچ سره د یکشنبې په ورځ په یوه ګډ خبری کنفرانس کې دا مسایل یاد کړل:

« تحمیل شوې جګړه په جګړې ځوابوو پرته له دې چې د سولې سپیڅلې هیله هیره کړو. بیلابیل عناصر سره یوځای شوي چې تحمیلي جګړه یې رامنځته کړې ده. یو عنصر یې نړیوال جرمي اقتصاد دی. دا اقتصاد نا امنۍ غواړي. نړیوالو تروریستي شبکو لاس یو کړی او د افغانستان د ګاونډیو له هنده نیولې تر روسیې پورې د هدف ګرځولو لپاره او همداراز د سیمې،اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې د بې ثباتۍ لپاره زمونږ خاوره کاروي.»

افغان ولسمشر د سیمې ټول هیوادونه د تروریزم له خطر سره مخامخ وبلل او ویې ویل چې په کار ده له دې پدیدې سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهور رییس غني په داسې حال کې د تحمیلي جګړې په وړاندې د جګړې اعلان کوي چې اوس وخت د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان پوځیانو عملیات دوام لري.

اخوا د کروشیا ولسمشرې کولیندا ګرابر کیتاروویچ وویل چې هیواد یې د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی او په دې لار کې له افغانانو سره مرسته کوي.

« زه ډېر ژر له افغانستان سره د دوستۍ او همکارۍ د یوه جامع تړون د لاسلیکولو په تمه یم. کرواشیا د یوه با ثباته، متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکې او په دې غوښتنې متعهده ده. مونږ د ایساف په چوکاټ کې له تاسو سره همکاري وکړه او اوس وخت د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له تاسو سره همکاري کوو.»

اغلې کیتارووچ وویل چې هیواد یې هم یو وخت د جګړې قرباني وو او دا درک کوي چې افغانان له څه ځوریږي.

د کروشیا ولسمشر میرمن کولیندا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته د افغان حکومت له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې هیله ښودلې چې کروشیا د نورو سیاسي برخو تر څنګ د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

« افغانستان په تیرو کلونو کې د نړۍ له ډیرو هیوادونو سره ملګرتیا جوړه کړه، کروشیا هم ددغو هیوادونو په ډله کې دی، د کروشیا ولسمشره د افغانستان د دوستانو په ډله کې ده، دوی له افغانستان سره د همکارۍ احساس درلود او په دې برخه کې یې رول لوبولی دی.»

افغان کارپوهان وايي د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو ملاتړ ډېر ضرروي دی خو افغان حکومت ته په کار ده چې له دې ښو نیتونو په سمه توګه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG