د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د امن کميټۍ يو غړی وسله والو په ډزو وژلی


د سوات د چار باغ پوليس تاڼې حيات علي شاه نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل چې بېګا شپه په دې سيمه کې وسله والو د امن کميټۍ غړی عبدالرحمان اسد په ډزو سخت ژوبل کړو چې روغتون ته يې پر لاره ساه ورکړه.

د وژنې پړه تحريک طالبان خراساني ډلې پر غاړه اخستې ده.

څو ورځې وړاندې هم د سوات په قمبر سيمه کې وسله والو د امن کميتۍ يو غړی اکبر علي ناچار وژلی وو، په سوات کې په تېرو شپږو مياشتو کې اته کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې د ځېنو پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG