د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې ترافيکي پیښو دوه کسان وژلي او ۳۰ یې ټپي کړي دي


په خېبر پښتو نخوا کې د ترافیک په دوه جلا جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او شاو خوا ۳۰ ژوبل دي.

په ياده صوبه کې د ژغورنې ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ چارواکو نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل چې بېګا شپه د پېښور پر مفتي محمود پله د سوارلیو يو بس اوښتی چې په کې د بس کلينر وژل شوی او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا تر دې وړاندې د جمعې پر ورځ د چارسدې په رځړو سيمه کې د واده يو موټر چپه شوی چې پکې يو تن وژل شوی او اته ژوبل شوي دي.

پاکستان د نړۍ له هغو هيوادونو دی چې هرکال پکې د ترافیک له پېښو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG