د قبايلي سيمو د پارليمان غړيو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده، چې فاټا پوهنتون دې ژر تر ژره جوړ کړل شي چې دا رنګ د قبايلي سيمو زده کونکيو ته د زده کړو اسانتیا ترلاسه شي.
د زيارت په ماښام په اسلام اباد کې د سيفران لپاره د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ غونډه د چيېرمېن مولانا جمال الدين په مشرۍ کې وشوه. هغوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په دره ادم خېل کې په اخور وال سيمه کې د فاټا پوهنتون لپاره ٢٦٦ کناله ځمکه اخیستل شوې ده نو بايد چې کار پر پيل شي.
خو په کمېټۍ کې موجود د لوړو زده کړو کميشن چارواکو وويل، دوی د پوهنتون لپاره د سهولت کار کردار ادا کوي، او زیاتوي چې کله هم وفاقي حکومت وغواړي دوي به کار پر شورو کړي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د نيم قبايلي سيمې ايف ار نه د قامي اسمبلۍ غړي او د سيفران قايمه کمېټۍ ممبر قيصر جمال وويل، غواړي چې په دې پوهنتون په جون مياشت کې کار شورو شي او په دې لړ کې یې پوره پوره کوششونه پيل کړي دي ځکه چې دا د قبايلي ولس پخوانۍ غوښتنه ده او تر اوسه پورې حکومتونو په دې کې سنجيدګي نه ده ښودلې.
نوموړي زياته کړه (( په قائمه کمېټۍ کې د فاټا پوهنتون پحقله غور وشو او په دې کې د هائر ايجوکشن چارواکي هک راغلي وو او هغوي د هغه دريځ ګردان وکړو چې دې کې کوم وائس چانسلر دى يا کوم پراجيکټ ډايريکټر چې دى دا به ګورنر ټاکي او له دې روستو به د ايچ اي سي کردار وي
نو په دې باندې کمېټۍ دا فيصله وکړه چې موږ به په دې مياشت کې بله غونډه راغواړه چې هغې کې به ايچ اي سي هم وي او ګورنر پخپله يا د هغه څوک نمائنده چې دا مسله حل کړل شي او بله دا چې زموږ دا کوشش دى چې کومه پي ايس ډي پي ده سالانه ترقياتي ډيره غټه برخه وي هغې کې د دې پوهنتون لپاره پيسې واخلو او په جون کې په دې کار پيل کړو)))
کله چې مشال راډيو اسلام اباد کې د لوړو زده کړو د کميشن ايچ اي سي د ايګزيکټيو ډائريکټر ډاکټر منصور کنډي نه په دې اړه وپوښتنل نو هغه وويل ((( د قائمه کمېټۍ سره زه متفق يم او دوي سم هم وائ پکار ده چې دې کې ودانئ جوړه شوې وه او يونيورسټي کار شورو کړې وى ځکه چې دا دومره زړه منصوبه ده او تر دې دمه په دې کار نه دې شورو شوې او نه تر اوسه د دې وائس چانسلر شته دى او نه پراجيکټ ډايريکټر
او بله دا چې موږ خو سهولت کار يو او موږ فنډ هم ورکړيدى خو چې د ګورنر لخوا په دې ترجيح ورکړل شي نو خپله به هر څه سم شي )))
د ذکر ده چې کال دوه زره نهم کې د پاکستان پيپلز پارټئ حکومت کې د قبايلي سيمو لپاره د ميډيکل کالج ، د اي ټي پوهنتون او د فاټا پوهنتون منظور ورکړل شوې وه خو تر دې دمه دغه منصوبې سرته ونه رسولې شوې او وخت په وخت قبايلي ولس د دې پرضد احتجاجونه کړيدي
سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام اباد