د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۸ یاغیان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات د پولیسو، عسکرو او د ملي امنیت د کارکوونکو له لوري په کونړ، پروان، کندز، فاریاب، بدخشان، سرپل، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، بادغیس او هلمند کې شوې دي.
د خبرپاڼې په دوام ویل شوي دي چې پنځه تنه یاغیان نیول شوي هم دي او یو شمېر وسلې افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.