د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دوه تنه چاودونکو توکو سره نيول شوي


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:د چارشنبې په ورځ ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې دوه تنه چېد کوټ ولسوالۍ سره تعلق لري، غوښتل يې جلال اباد ښار ته چاودونکي توکي داخل کړي چې د بهسودو ولسوالۍ د رينګ روډ په سيمه کې ونيول شول.

په دغو چاودونکو توکو کې يو کيلو C4 چاودونکي توکي، يو کيلو ګرام پوتاشيم، يو کيلو د درنو وسلو باروت او دوه روسي او امريکايي لاسي بمونه شامل دي.

د راپور له مخېدغه چاودونکي توکي په يو سراچه موټر کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوي وه، چې د کوټ ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته د تخريبي اعمالو په موخه راوړل کيدل.

نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپار ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم ملي امنيت رياست پنځه تنه نيولي وو، چېننګرهار ولايتي شورا وکيلې انګيزې شينوارې، کابل بانک ځانمرګي بريد، د پوليسو اکاډمۍ پر پوليسو چاودنه او يو شمېر نورو تروريستي اعمالو کې يې لاس درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG