د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په اېبټ اباد کې فلمبندۍ ته نه پرېښودلو


حکومت په اېبټ اباد کې فلمبندۍ ته نه پرېښودلو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

په پیښور کی په ارشد سینیما کی د پښتو نوي فلم چېرته خانان چېرته ملنګان په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل شول او د دغه فلم ځېنې برخې او ځېنې سندرې هم له رسنیو سره شریکې کړل شوې. پر دې مهال د دغه فلم اداکارانو پر حکومت نیوکې وکړې چې فلم انډسټرۍ ته پاملرنه نه کوي او د پښتو فلمونو جوړولو پر مهال ورته په ځېنو ځایونو کې د فلمبندۍ اجازه هم نه ورکوي. دوی وايي، په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سینیماګانې هم بندې شوې دي. او حکومت هېڅ ګامونه نه پورته کوي. په ارشد سینیما پېښور کې د یاد فلم اداکارانو د پاکستان په میډیا هم نیوکې وکړې چې هغوی هم د پښتو فلمونو ډاډګیرنه نه کوي- د پښتو دغه نوی فلم به د راروانې جمعې له ورځې په سینیماګانو کتل پیل شي.

XS
SM
MD
LG