د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په سوریه کې حکومتي ځواکونو او یاغیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي”


د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د شام په حلب ښار کې حکومتي ځواکونو او یاغیانو دواړو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یو رپوټ کې وویل چې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو ځینې ګامونه د بشریت پر ضد د جرمونو په زمره کې راځي.

رپوټ وايي چې د حکومتي ځواکونو له خوا په دې ښار کې د یاغیانو پر ضد د بې پروا هوايي بمباریو له کبله په پراخه کچه عامو خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

یاد سزمان ویلي چې هم داسې د حکومت ضد یاغیانو په توغندیو د بریدونو پر مهال ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

رپوټ وايي چې د شام په جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې خلک تښتوي ، په ناقانونه توګه یې بندي کوي او شکنجه کوي یې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG