د لاسرسي ځای

تازه خبر

“خلیجي هېوادونه دې د ایران پر ضد ودرېږي “


د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د خليجي هيوادونو پر مشرانو ږغ کړی دی چې د ایران پر ضد ودرېږي.

سلمان بن عبدالعزیز السعود دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ د خلیج د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وکړې.

دا غونډه په داسې وخت کې رابلل شوې وه چې د یمن د یاغیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواک له هوايي بریدونو د ولسي وګړو د اغېزمنېدو په اړه په نړیواله توګه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند هم په دې غونډه کې شریک وو.

نوموړی لومړنی اروپايي مشر وو چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود.

نوموړي وویل چې فرانس له هم دې مسلې سره مخامخ دی کومه چې د ده په وینا دې سیمې ته ورپېښه ده.

فرانسوا اولاند زیاته کړه چې ده د خلیج د همکارۍ سازمان په غونډه کې د دې لپاره ګډون کړی چې د خپلې کلکې همکارۍ باور ورکړي.

د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې شوې دې غونډه کې د کوربه هیواد تر څنګ د بهرین ، کویت ، عمان ، قطر او متحده عرب اماراتو مشران شریک وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG