په خوندي ټولنیز چاپېریال کې ښځې پرمختګ کولی شي
په پیښور کی مدني ټولنو د کارکوونکو ښځو ټولنه پرانستله چې موخه یې کار روزګار کوونکو ښځو لپاره د یوه خوندي چاپېریال رامنځ ته کول دي. په پرانستونکې غونډه کې ګڼو ښځو ګډون وکړ، او ویل یې که دوی ته خوندي چاپېریال برابرشي نو دوی هم د سړو غوندې ګټه وټه کولی شي او د خپلو ماشومانو پالنه کولی شي. د غلام غوث ویډیو راپور