افغان چارواکي وايي که پاکستان په عملي ډول د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړي نو ښې پایلی مخې ته راتلی شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنيوو اړيکو د کميټې مشر حبيب الله پوځي نن مشال ريډيو ته وويل چې د رسمي مذاکراتو او عملې سولې لپاره بايد پاکستان پر طالبانو نور فشار راوړي:
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو ود وزارت سکرتر اعزاز چودري په قطر کې د طالبانو د استازو او افغان سیاسي شخصیتونو ترمنځ د سولې لپاره د غیر رسمي خبرو ننګه کړې وه.
افغان چارواکي او د طالبانو استازي په دې خبره صلاح شوي چې طالبان باید د مذاکراتو لپاره یو سیاسي دفتر پرانیزي. په ۲۰۱۳ م کال کې کې د طالبانو لپاره په قطر کې د مذاکراتو په موخه پرانیستل شوی دفتر د کار له پیلولو سم دستي وروسته د شخړې له وجې د کار په پیلولو کې پاتې راغلی و.
د قطر د غیر رسمي خبرویو طالب ګډون وال رایټرز اژانس ته ویلي پر ډز بندۍ او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.