د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزۍ: چاودنې دوه تنه وژلي دوه ژوبل


په اورکزو ایجنسۍ کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې دوه کسان مړه او دوه نور زخمیان شوي دي. د چارواکو په خبره، دغه پېښه د ګل »دوشنبې» په ماسپښین په دانه ښولې سیمه کې شوې ده.

یو انتظامي چارواکي نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې بم په یوه پېټۍ کې اېښودل شوی و چې پر دغه کسانو پسې چاودېدلی دی.

ده وویل، په سیمه کې چرته نه دوی ته دغه پېټۍ مېلاو شوې وه چې د خلاصېدو په وخت دوی د دغې پېښې ښکار شول. ده زیاته کړه چې دواړه کسان ځای پر ځای مړه شوي دي. د ده په خبره. په پېښه کې نښه شویو د ټولو کسانو تعلق د سیپوې له قبیلې سره دی.

له پېښې وروسته ټول زخمیان يې په سمدستی توګه د سیمې هسپتالونو ته راسولې دی. د پولیټیکل انتظامیې لخوا د دغه پېښې په اړه تحقیقات روان دی. د پیښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG